په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد مرستیال عبداللطیف نظري بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اهل تشیع ترمنځ د خپلو خبرو یوه برخه په خپل ایکس پاڼه کې خپره کړه او لیکلي: په بغلان ولایت کې مې له علماوو، د پوهنتون له استادانو، مخورو، متنفذینو او د اهل تشیع له ځوانانو سره د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې خبرې وکړې.
نظري وویل: نن د هیواد ټولې لویې لارې د اهل تشیع په ګډون د خلکو لپاره خوندي دي او د اسلامي امارت مجاهدین په ټول توان د خلکو خدمت کوي.
هغه په دې خبرې سره چې د اهل تشیع مذهبی مراسمو امنیت تامین شوی دی، څرګنده کړه: موږ هغه ترخې خاطرې په یاد لرو چې زموږ په مذهبي مراسمو کې ډېرې غمجنې پېښې رامنځ ته شوې؛ په یو وخت کې په سلګونو کسان قرباني وو، خو اوس مهال دا ډول پېښې د افغانستان د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د اهل تشیع د ټولنې لپاره یوه لاسته راوړنه ده.
د پیغام پای/
Your Comment